جرمني: ایران دې د وخت لپاره لوبه نه کوي، وضعیت جدي او وخت کم دی

د جرمني د بهرنيو چارو وزير "ګيوډو ويسټرويلې" پرون د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته په وينا کې وويل؛ د ايران د اټمي پروګرام د پرمختګ په برخه کې د يوې حل لارې پيدا کولو لپاره وخت له لاسه وځي.

ده وويل، ايران په دې کې ناکامه شوى، چې د اټمي انرژۍ نړيوال اژانس ته داسې اسناد برابر کړي؛ چې وښيي اټمي پروګرام يې يوازې د غيرنظامي انرژۍ د توليد لپاره دى.

د جرمني د بهرنيو چارو وزير په خپلو څرګندونو کې زياته کړه، موږ پر ايران ږغ کوو، چې ”د وخت لپاره دې لوبه نه کوي، واقعاً وضعيت ډېر جدي او وخت کم دى“

په همدې حال کې د اسرایيل صدراعظم "بنيامين نتنياهو" هم د پنج شنبې په ورځ د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته وينا کړې وه؛ ده له تهران سره د ډيپلوماټيکو هڅو په برخه کې ”سره کرښه“ وټاکله؛ ويې ويل، ايران به تر يوه کاله په لنډه موده کې د اټمي وسلو جوړولو ته نژدې شي.

اسرایيل او امريکا ويلي، دوى به ايران پرې نه ږدي چې د اټمي وسلو د جوړولو پروګرام ته پراختيا ورکړي.