په نیپال کې د یوې کوچنۍ الوتکې د لوېدو له امله ۱۹ تنه وژل شوي

یوه کوچنۍ مسافر وړونکې الوتکه چې د همالیا د غرونو "اېورېسټ" سېمې ته روانه وه، د نیپال د مرکز کټمنډو په لمنو کې وغورځیده او سپاره ۱۹ کسان په کې مړه شول.

چارواکي وایي، د "سیتا" هوایي شرکت دا الوتکه له کټمنډو هوایي ډګر څخه له پورته کیدو وروسته وغورځیده.

راپورونه وایي، په الوتکې کې اوه تنه انګلیس او پنځه چینایي سیالانیان او ۷ تنه نیپالیان سپاره وو.

د الوتکې د غورځيدو علتونه تر اوسه نه دي څرګند شوي او د پیښې په مهال هوا هم صافه وه.