امریکايي چارواکي وايي، چې پر نړیوالو پوځیانو د افغان ځواکونو له مینځه د خونړیو حملو له لړۍ وروسته د ناټو سرتيري هڅه کوي؛ چې له افغان ځواکونو سره ګډ عملیات په وروورو بیا پیل کړي.
خبري آژانسونه د امریکا د دفاع وزارت د یو مقام له قوله چې د خپل نوم نه ښودلو په شرط یې خبرې کړي؛ راپور ورکوي، چې له پرون راهیسې له نیمايي زیات پوځي عملیات په ګډه ترسره شوي دي.
د افغان ځواکونو له لیکو پر نړیوالو پوځیانو د حملو له زیاتېدو سره د نړیوالو ځواکونو قوماندانان اړ وتل؛ چې د ګډو ګزمو او ګډ کار کچه راټیټه کړي، خو اوس چارواکي وايي، چې له یولړ احتیاطي اقداماتو وروسته ګډ عملیات بیا پیلوي.