په چیک جمهوریت کې د الکهولي مشروباتو په خرڅلاو لګول شوی بندیز کم شوی

په چیک جمهوریت کې د الکهولي مشروباتو په خرڅلاو باندې لګول شوي بندیز کم شوی دی.

په چیک کې په دې وروستیو څو اونیو کې د زهرجنو الکهولي مشروباتو د څښلو په نتیجه کې ۲۶ کسان مړه او ګڼ شمېر نور روغتون ته وړل شوي دي.

د چیک جمهوریت صدراعظم پیتر نیچاس وویل، دا بندیز په دې خاطر کم کړای شوی، چې پولیسو د وژونکو الکهولي مشروباتو د جوړیدو منبع کشف کړې ده.

نوموړي وویل، دوکانداران کولای شي هغه الکهولي مشروبات وپلوري چې سږ کال جوړ شوي نه وي او د سږني کال جوړ الکهولي مشروبات په هغه صورت کې پلورلی شي، چې د ماليي نوي ټاپه پرې لګیدلي وي.