د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیرې ویلي واشنګتن به د خپلو وارداتو په برخه پر میانمر باندې لګول شوي بندیزونه کم کړي.
هیلري کلنټن دا اعلان په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په څنډو کې د میانمر له ولسمشر تان ساین سره د کتنې پر مهال وکړ.
دا اعلان وروسته تر هغې کیږي، چې امریکا له میانمر سره دیپلوماتیک روابط نورمال کړه او په دغه هېواد کې يې په امریکايي پانګونې لګول شوي بندیز لرې کړ.
هیلرې کلنټن په میانمرکې د فرقي شخړو د حل لپاره ددې هېواد له حکومت سره د متحده ایالاتو د همکارۍ پیشنهاد وکړ او د میانمر له پوځ يې وغوښتل، چې له شمالي کوریا سره خپلې اړیکي قطع کړي.