د بغلان په پلخمري ښار کې نن د اور لګیدني له امله یو کس مړ شو

د بغلان په پلخمري ښار کې نن د اور لګیدني له امله یو کس مړ شو او یو شمېر دکانونه په کې وسوځیدل.

د ازادۍ راډيو د خبریال د معلوماتو له مخې، اور نن سهار د پلخمري ښار د زړو توکو د خرڅلاو په بازار کې رامنځته شو.

د بغلان د امنیه قومندانۍ ویاند احمد جاوید بشارت ازادۍ راډیو ته وویل، چې، د اورلګیدنې علت تر اوسه نه دی روښانه او په دې پيښه کې یو پلورونکی وژل شوی او شل دوکانونه تخریب شوي دي.