د دوشي پلخمري سړک دوه پنځوس کیلومتره اوږدوالی لري، څه باندې اتلس میلیونه ډالره به پرې ولګیږي او په اتلس میاشتو کې به بشپړ شي.
د فواید عامې وزیر نجیب اله اوژن د دې شرکت له استازي سره د تړون د لاسلیک کیدو پر مهال وویل، که د یاد سړک چارې له ټاکلو معیارونو سره سمې بشپړې نه شي، د شرکت له مسئولینو سره به قانوني چلند وشي.