"څه باندې زر تاریخي ځایونه د له منځه تلو په خطر کې دي"

د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت وايی، څه باندې زر تاریخي ځایونه د له منځه تلو له خطر سره مخ دي.

دا وزارت خبرداری ورکوي، چې که د هېواد د تاریخي ځایونو ساتلوته پام ونه شي، ځینې تاریخي شتمنۍ به مو له منځه لاړې شي.

دا څرګندونې افغان چارواکو د چهارشنبې په ورځ د توریزم د نړېوالې ورځې د نمانځلو په غونډه کې وکړې.

د غونډې ځینو ګډون والو وویل، نا امنی سبب شوي، چې په هېواد کې د توریزم صنعت وده ونه کړي.

تفصیل د خان محمد سیند په راپور کې اورو:

Your browser doesn’t support HTML5

د خان محمد سیند راپور


Your browser doesn’t support HTML5

د خان محمد سیند راپور