د مصر ولسمشر د ملګرو ملتو عمومي غونډې ته د لومړي ځل لپاره وینا وکړه

د مصر ولسمشر محمد مرسي د ملګرو ملتو عمومي غونډې ته د لومړي ځل لپاره وینا وکړه.

محمد مرسي د چهارشنبې په ورځ په نیویارک کې د ملګرو ملتو له غړیو هېوادو وغوښتل، چې د یوه فلسطیني دولت ملاتړ وکړي.

محمد مرسي په خپلو خبرو کې دې ته اشاره وکړه، چې دی د مصر په تاریخ کې لومړۍ منتخب ولسمشر دی.

ده وویل، چې د ملګرو ملتو ګڼ هېوادونه په عربي نړۍ کې د روانو پاڅونونو ملاتړ کوي او اوس هغه وخت دی چې د یوه فلسطیني هېواد حمایت وکړي.

محمد مرسي د سوریې په اړه وویل، چې د هغه ځای شخړې د زمان تراژیدي ده او تر هغو به دی ارام نه شي چې هلته کورنۍ جګړه پای ته نه وي رسیدلې.

د مصر ولسمشر همدا راز پر اسراییل انتقاد وکړ، چې ایران ته ګواښ کوي چې د اتومي وسلو د جوړیدو له امله به برید پرې وکړي. محمد مرسي وویل، داسې پریکړې باید نړیواله ټولنه وکړي.