د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته په خپله وینا کې د اسلام ضد فلم خپریدل وغندل او د نړۍ پر مشرانو يې غږ وکړ؛ چې دا ډول اعمالو ته جنایتکاره بڼه ورکړي.
د امریکا ولسمشر باراک اوباما بیا د نړۍ له مشرانو غوښتنه وکړه؛ چې د امریکا پر ضد د هغې تاوتریخوالي مخه ونیسي چې د دغه فلم له خپریدو وروسته په زیات شمیر هیوادونو کې پاریدلی.
د اسلامي هیوادونو د همکارۍ د سازمان مشر ویلي، لکه څرنګه چې په ځینو هیوادونو کې د هولو کوست یا د یهودانو د ډله يیزې وژنې په اړه پر څرګندونو بندیزونه لګیدلي دغه شان باید د اسلام ضد خبرو او اعمالو د مخنیوي لپاره هم له قانوني لارو عمل وشي.
د مصر نوي ولسمشر محمد المرسي وویل، د بیان ازادي باید له مسولیتونو سره یو ځای وي.
"د یو مسلمان په توګه زه په دې باور لرم، چې د انسانانو ژوند سپیڅلی دی، خو په دې هم باید پوه شو، چې فزیکي تاوتریخوالي د تاوتریخوالي یوازینۍ بڼه نه ده.
د دې سره په یو وخت چې موږ د بیان په ازادۍ ټینګار کوو؛ په دې هم باید پوه شو، چې د بیان ازادي له مسولیتونو سره مله ده. په ځانګړې توګه کله چې د نړۍ پر سولې او ثبات جدي اغیزې کوي."
مرسي همدارنګه د نړۍ د کلتورونو په منځ کې د ريښتیني همکارۍ غوښتونکی شو.