د دفاع وزیر وایي چې افغان امنیتي ځواکونه د هیواد د امنیتي مسوولیتونو اخیستلو ته آماده دي او د امنیتي مسوولیتونو د لیږد پروسه باید په خپل وخت تر سره شي.
د دفاع وزارت د یوې خبرپاڼۍ په خپرولو سره ویلي؛ چې جنرال بسم الله محمدي دا څرګندونې نن په کابل کې دایساف ځواکونو له چارواکو سره د یوې ګډې ناستې پر مهال کړي.
ښاغلي محمدي دغه راز د افغان ځواکونو له خوا پر بهرنیو ځواکونو د حملو پر مخنیوي ټينګار و کړ او زیاته یې کړه؛ چې حکومت په دې برخه کې له نړیوالې ټولنې سره کار کوي.