د پنجشیر ولایت پر ودانۍ نن راکټي حمله شوې ده

د پنجشیر د امنیه قومندانۍ د امنیت آمر نجیم خان آزادۍ راډيو ته وویل؛ چې، راکټ د ولایت پر ودانۍ لګیدلۍ او دوې برخي یې خرابې کړي، خو چا ته یې ځاني زیان نه دی اړولی.

طالبانو د دې پيښې مسوولیت منلی، د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد آزادۍ راډيو سره په تماس کې وویل؛ چې په دې حملې سره یې زیات شمیر امنیتي ځواکونه وژلي او د ولایت ودانۍ یې هم په بشپړه توګه تخریب کړې ده.

د دې پيښې په ارتباط دوه کسان نیول شوي دي.