د مصر د یوې ټلویزیوني شبکې خاوند او د هغه زوی مسحیت ته په سپکاوي تورن شوي

د مصرد یوې ټلویزیوني شبکې خاوند او د هغه زوی د هغو ادعاو پرسر چې وایي، د انجیل یوه نسخه یې سوځولې، محکمې ته وړاندې شوي دي.

د مصردولتي رسنیو پرون راپور ورکړ، چې د العما د ټلویزون خاوند احمد محمد عبداله چې په ابواسلام هم مشهور دی او د هغه زوی اسلام د خپلواکې التحریر ورځپاڼې له خبریال حاني یاسین غداله سره یوځای مسیحي دین ته په سپکاوی تورن شوي دي.

ویل کیږي، چې ابواسلام او د هغه زوی د روانې میاشتې په سرکې په قاهره کې د امریکا د سفارت په مخکې د مظاهرو په ترڅ کې د انجیل د یوې نسخې پاڼې شکولې او سوځولې یې دي.

ابواسلام دغه رازتورن شوی، چې د التحریر د ورځپاڼې له خبریال سره په مرکه کې یې د مسیحیت پرضد څرګندونو سره دغه دین ته سپکاوی کړی دی.