فراه: په یوې وسله واله نښته کې ګڼ شمېر طالب وسله وال وژل شوي دي

د فراه امنیتي چارواکي د دې ولایت په لاش جوین ولسوالۍ کې په وسله واله نښته کې د یوزیات شمیر وسله والو طالبانو د وژل کیدو خبره کوي.

د فراه ولایت د امنیت امرسمونوال محمد غوث مالیار وایي؛ چې تیره ورځ د شلو په شاوخوا کې وسله والو د لاش جوین د لسوالۍ پریوې امنیتي پوستې برید وکړ چې وروسته د برید کوونکو او امنیتي ځواکونو ترمنځ نښته رامنځ ته شوه.

وسله والو طالبانو تراوسه د دغی پیښی په اړه څه نه دي ویلي.

تردې یوه ورځ مخکې د فراه په بالابلوک ولسوالۍ کې هم په یوې نښته کې د دولت د دوو وسله والو مخالفینو د وژل کیدو ویل شوي وو.