د افغانستان د ملي امنیت د عمومي ریاست چارواکو په وینا، د خلکو پاڅونونه د افغانستان ډېرو ولایتونو ته پراخ شوي او اوسمهال د هیواد په دیارلسو سیمو کې خلک د طالبانو په ضد جنګیږي.
د افغانستان د ملي امنیت عمومي رییس اسدالله خالد چې د سه شنبې په ورځ د مشرانو جرګې په عمومي غونډه کې خبرې کولې؛ ویې ویل چې د هیواد په ولایتونو کې د خلکو دا پاڅونونه به په راتلونکې کې هیڅ ډول ستونزه راولاړه نه کړي.
ښاغلي خالد د مشرانو جرګې غړو ته ډاډ ورکړ. چې له دې پاڅونونه جدي څارنه او کنټرول کوي.
"تاسو ډاډه اوسئ چې مونږ دا پاڅونونه په جدي توګه تعقیب او له پرمختګ سره یې مرسته کوو دا زموږ پروګرام دی او وعده ورکوو چې انشالله دا پاڅونونه به له کنټروله بهر نه شي او هم به په افغانستان کې د واحد نظام او ډیموکراسۍ لپاره کومه ننګونه پیدا نه کړي زه قطعا ډاډ درکوم."
د خلکو پاڅونونه د لومړي ځل لپاره څو میاشتې مخکې د غزني په اندړو ولسوالۍ کې پیل شول چې اوسمهال په څو نورو ولایتونو کې هم پیل شوي دي.
دغو پاڅون کونکو ویلي چې د طالبانو له ظلمه په تنګ راغلي او ددې ډلې په وړاندې یې پاڅون پیل کړی دی.
خو د افغانستان د ولسي جرګې او مشرانو جرګې ځینو غړو اندیښنه ښودلې وه، چې ممکن دغه پاڅونونه له کنتروله ووځي او بالاخره دولت ته په یوه بل سرخوږي بدل شي.
خو د افغانستان د ملي امنیت عمومي رییس دغه اندیښنې رد کړې.
ښاغلي خالد د غزني د اندړو پاڅون ته په اشارې وویل، چې دا پاڅون د هیواد په ډېری سیمو کې اغیزمن تمام شوی دی.
"نولس کسان یې ونیول چې بهرني طالبان و او ماته یې راوسپارل، زه هغه وخت د امنیت رییس هم نه ووم. دا چې یوه دوره د غزني والي پاتې ووم او په هغه وخت کې د سرحداتو وزیر وم، خپله د غزني اوسیدونکی هم یم، نو ماته یې راوسپارل.
ویل کیدل او اوس هم ویل کیږي، چې دا پاڅونونه د یوه دولت، حکومت یا حزب او ډلې پورې اړه لري، خو نه، دا پاڅون کونکي په هیڅ حزب او ډلې پورې تړلي نه دي، بلکې د خلکو ريښتینې او واقعي پاڅون دی."
پخوا تر دې هم د غزني د پاڅون کوونکو او اسدالله خالد ترمنځ د اړیکو راپورونه ورکړل شوي و.
امنیتي مسوولین وایي، د هیواد په ځینو سیمو کې د وسله والو مخالفینو د ظلم زیاتوالی ددې پاڅونونه لامل شوی.
د هیواد د ځینو سیمو خلکو ویلي چې طالبانو یې ښوونځي او روغتونونه تړلي چې د هغوي دا کار د خلکو د غوصې لامل شوی.
خو وسله والو طالبانو تل د ادعاوې کړي او ویلي یې دي، دغه حرکتونه د افغانستان حکومت پورې مربوط ملیشه خواکونو له خوا شوي او خلک پکې لاس نه لري.
راپور: صفي الله ستانکزی