د پاکستان په شمال لویدیځ کې د امریکا د بي پیلوټه الوتکې په حملې کې د القاعده شبکې یو جګ پوړی غړی او لږ ترلږه څلور نور مشکوک وسله وال وژل شویدي.
استخباراتې چارواکي چې د نامه له ښودلو یي ډډه کړې، وایي: د القاعده شبکې مهم پلان جوړونکی ابوقوشا العراقي تېره شپه د شمالې وزیرستان میرعلي کلې ته نږدې په یوې کلا باندي د بي پیلوټه الوتکې په حملې کې وژل شویدی.
منابعو له مشال راډیو خبریال سره په خبرو کې منلې چې د القاعده شبکې یو بل غړی ابو صالح ترکې هم په دې حملې کې وژل شویدی.
د یکشنبې په ورځ هم بي پیلوټه الوتکې په سېمه کې په یوه موټر برید کړی و او له امله یي دري تنه وژل شوې وو.