حامد کرزی: افغانستان به هېڅکله پخواني حالت ته ونه ګرځي

د افغانستان جمهور رییس حامد کرزی وايي، هیواد به یې هیڅکله د یوولسو کلونو پخواني حالت ته ونه ګرځي.

په هغې اعلامی کې چې د افغانستان د جمهوري ریاست د مطبوعاتي دفتر له خوا خپره شوې، جمهور رییس دغه خبره تیره ورځ په نیویارک کې د امریکا د بهرنیو چارو له وزیرې هېلري کلنټن سره په یوې کتنې کې وکړه.

د اعلامیې له مخې په دې کتنه کې د سولې په پروسېې، په بهرنیو ځواکونو د حملو او د بګرام زندان د پاتې زندانیانو په سپارل کیدو خبرې وشوې.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې هیله ښودلې، چې په افغانستان کې به د سولې لپاره هلې ځلې مثبتې نتیجې ورکړي.