ناامنیو په پروان کې د بیارغونې او مرستو رسولو کارونه له ستونزو سره مخ کړي

د پروان ولایت د شیخ علي ولسوالۍ اوسیدونکي وايي؛ په شاوخوا سیمه کې د نا امنیو له زیاتیدو سره د دوی په ولسوالۍ کې د بیارغونې او مرستو رسولو کارونه په لویه اندازه ستونزمن شوي دي.

د شیخ علي ولسوال نور اغا سامع هم د خلکو ستونزې او شکایتونه تاییدوي او په سیمه کې يې د ازادۍ راډیو خبریال ته ویلي؛ چې په غوربند او نورو سیمو کې د دولت د وسله والو مخالفانو د فعالیتونو د زیاتیدو له امله دغلته د بیارغونې پروژې نه عملي کیږي.

شیخ علي د پروان ولایت یوه لرې پرته غرنۍ ولسوالۍ ده؛ چې له بامیان ولایت سره پوله لري.