د اروپا د امنیت اوهمکارۍ سازمان وايي چې په بیلاروس کې پارلماني انتخابات نه ازاد او نه هم عادلانه وو

دې سازمان د بیلاروس د پرونیو پارلماني انتخاباتو د څارنې لپاره لږترلږه ۳۰۰ څارونکي ور استولي وو .

خو د روسیې په مشرۍ د ګډو ګټو لرونکو خپلواکو هیوادونو د سازمان لخوا د انتخاباتو د څارونکی پلاوي مشر سرګې لیبیدوف نن په مینسک کې خبري کنفرانس ته وویل :

<<دا انتخابات د عامه داخلي اصولو له مخې ترسره شول چې ازاد او شفاف وو او د یوکراین د جمهوریت د خلکو راییه یې څرګنده کړه.>>

د بیلاروس د انتخاباتو مرکزی کمیسون نن وویل چې په پرونیو پارلماني انتخاباتو کې د حکومت د سیاسي اپوزیسیون هیڅ غړی ندی بریالی شوی.

په ټاکنو کې ۱۰۹ تنو بریالیو استازو اکثریت رایې ګټلې خو یوازې یوه چوکۍ پاتې ده چې دوهم وار به انتخاباتو ته وړاندې شي .