وروسته له هغې، چې د پاکستان د کابیني یو وزیر د هغه فلم د جوړوونکي د وژنې پر سر د سل زره ډالره جايزې اعلان وکړ، چې اسلام ته په کې سپکاوی شوی د دې هېواد صدراعظم په یو بیان کې وویل، چې دا د حکومت پالیسي نه ده.
د پاکستان د صدراعظم ویاند شفقت جلیل د فرانسې خبري اژانس ته وویل، دا د حکومت پالیسي نه ده او موږ له دې بیخي بېل یو.
د پاکستان د اورګاډو وزیر غلام احمد بلور د یکشنبې په ورځ د دې فلم د جوړوونکي پر سر دا انعام اعلان کړ او له طالبانو او القاعده شبکې یې وغوښتل چې د دې فلم جوړوونکی ووژني.
بلور وویل، که چیرې ورته موقع برابره شي نوموړی به دا فلم جوړونکی په خپل لاس ووژني.
په پاکستان کې د دې فلم پر ضد د جمعې د ورځې راهیسې په مظاهرو کې تقریبا در ویشت کسان وژل شوي دي.