په سوریه کې دولتي پوځونو د حلب په ناکراره ښار کې څو سیمې بمبار کړي

د یکشنبې په ورځ په سوریه کې د حکومت محالفینو ویلي، چې دولتي پوځونو د حلب په ناکراره ښار کې څو سیمې بمبار کړي او له یاغیانو سره یې نښتې کړي دي.

د سوریې د حکومتي ځواکونو له خوا دا بریدونه یوه ورځ وروسته له هغې کیږي، چې په دې هېواد کې د یاغیانو یوې لویې ډلې وویل، خپل مرکز یې له ترکیې څخه د سوریې دمشق ته انتقال کړی دی.

د سوریې د مخالفینو د ملي همغږۍ د ډلې یو غړي راجه النصر د ازادي راډيو عراقي څانګې ته په دمشق کې د حکومت ضد ډلو د غونډې پر مهال وویل:

”د سوریې دننه مخالفې ډلې دي، چې له حکومت سره هیڅ ډول اړیکې نه لري، جدي کار کوي او په دې اړه چې سوریه څنګه له اوسني بحران څخه وایستل شي روښانه لید لري. نو اړتیا دا ده چې دا رښتینی غږ راپورته کړای شي.“

د سوریې د بشري حقونو د څار ډلې، چې مرکز یې په لندن کې دی د یکشنبې په ورځ وویل، حکومتي ځواکونو پر ادلب، درعا، حمص او الراستان ښارونو توغندي توغولي دي.

له حلب څخه هم، چې د سوریې لوی ښار دې د سختې جګړې راپورونه ورکړل شوې دي.

د شنبې په ورځ د سوریې د حکومت مخالفینو وویل، چې دوه سوه کسان وژل شوي.

دا د بشار الاسد د رژیم پر ضد د اعتراضونو د راپورته کیدو راهېسې په روان تاوتریخوالي کې یو له ډیرو خونړیو ورځو څخه وه.