افغان ولسمشر پرون د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د ګډون لپاره نیویارک ته روان شو.
د ولسمشر د ویندوی دفتر وايي، چې حامد کرزی به سبا د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په اووه شپيتمه غونډه کې وینا وکړي.
ښاغلی کرزی به د چهارشنبې په ورځ د بریتانیا او پاکستان له مشرانو سره په یوه درې اړخیزه غونډه کې ګډون وکړي د درې واړو هېوادونو ترمنځ پر اړیکو، د پاکستان او افغانستان ترمنځ پر همکاریو او د ټروریزم پر ضد پر مبارزه به په کې خبرې وشي.
پرون ( یکشنبې په ورځ ) د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وویل، چې په دې غونډه کې به ولسمشر کرزی د افغانستان په ختیځو سیمو د پاکستان د توغندیو د بریدونو مسله هم راپورته کړي.
دا بریدونو له څو میاشتو راهېسې روان دي او افغان چارواکي وايي، چې د کونړ او نورستان په ولایتونو کې یې یو شمېر ولسي خلک وژلي او زیاتې کورنۍ یې د خپلو کورنو پرېښودلو ته اړ کړي دي.
تر دې مخکې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر د ملګرو ملتونو د امنیت په شورا کې د پاکستان له خوا د توغندیو د بریدونو د سمدستي بندیدو غوښتنه کړې وه.