د رسنیو رپورټونه وایی، چې واشنګټن او سیول د یکشنبې په ورځ یوه داسې موافقه کړې، چې له مخې یی د جنوبي کوریا د بلاسټیک میزایلو واټن به اتو سوو کیلو میټرو ته لوړ کړای شي.
د اوس لپاره د جنوبي کوریا د بلاسټیک میزایلو ویشتونکې واټن دریو سوو کیلو میټرو ته محدود دې.
د نوي ویشتونکي واټن دا میزایل به که د جنوبي کوریا د ډای جیون ښار له شاوخوا سیمو څخه وتوغولې شي، نو د شمالي کوریا هره سیمه په نښه کولې شي.
که څه هم چارواکي ددې موافقې په اړه څه نه وایی، خو کتونکي هیله مند دې، چې په راتلونکې میاشت کې، کله، چې د دواړو هیوادونو دفاعي چارواکي خپله کلنې غونډه جوړه کړي، نو دا موافقه به اعلان کړي.
په تیر مارچ میاشت کې د جنوبي کوریا ولسمشر شکایت کړې وو، چې د شمالي کوریا میزایلو د څلور سوو کیلو میټرو واټن ویشتونکې وړتیا ترلاسه کړې ده.