د ایران د پخواني ولسمشر اکبر هاشمي رفسنجاني لور د حکومت پر ضد د تبلیغاتو د خپرولو په جرم نن د شپږو میاشتو لپاره زندان ته واستول شوه.
فایزه هاشمي د شنبې په ورځ لندن ته له یو سفر وروسته ونیول شوه.
نوموړې په جنورۍ میاشت کې محاکمه او سزا ورته اورول شوې وه، خو د پلار د مداخلې له وجې زندان ته نه وه استول شوې.
میرمن هاشمې د پارلمان پخوانې غړې، د ښځو د سپورټ د فیدراسیون پخوانۍ مشره او د ښځو د حقوقو مدافع وکیله وه.
د زندان سزا سربیره نوموړې ته د پنځو کلونو لپاره له سیاسي، کلتوري او ژورنالسټیکي فعالیتونو څخه هم د لرې پاتې سزا ورکړل شوې.
چارواکو د فایزې د ورور مهدی رفسنجاني د نیولو غوښتنه هم کړې، چۍ تمه ده په بریتانیه کې له زده کړو وروسته نن ایران ته ستون شي.
ویل کیږي، چې دی د ۲۰۰۹ میلادي کال له انتخاباتو وروسته د مظاهرو په پارولو کې ښکیل وو.