چین د جاپان په اړه خپل ټول پروګرامونه لغوه کړل

چین د یکشنبې په ورځ هغه ټول پروګرامونه لغوه کړل، چې له جاپان سره یی د خپلو ډیپلوماټیکو اړیکو د څلویښتمې کلیزې د لمانځلو لپاره په پام کې نیولي وو.

د سین هوا خبري اژانس د چین او جاپان د دوستۍ د ټولنې په حواله ویلي، چې دا مراسم به د سپټمبر د اووه ویشتمې نیټې پر ځای په یو بل مناسب وخت کې ترسره شي.

دواړه هېوادونه اوس مهال د جنوبي چین د سمندر په سیمه کې د یو شمېر ټاپوګانو د ملکیت پر سر، چې اوس مهال د ټوکیو له خوا اداره کیږي په دعوه کې دی.

د چین د بهرنیو چارو وزارت چارواکو د ډیپلوماټیکو اړیکو د کلیزې د مراسمو لغوه کول نه دي تایید کړي.

دواړه هېوادونه په وروستیو ورځو کې د سترو مظاهرو شاهدان وو، چې په کې یو بل د کړکیچ د رامنځ ته کولو لپاره تورنول.