د سولې په اړه به اسرايیل له مصر سره د شوي تړون په بدلون به موافقه نشي

د اسراییلو د بهرنیو چارو وزیر نن وویل، چې هېواد یی له ګاونډي مصر سره د سولې په هغه تړون کې به له بدلون سره موافقه ونه کړي، چې په ۱۹۷۹ میلادي کال کې لاسلیک شوې.

په ۲۰۱۱ میلادي کال کې د حسن مبارک له لرې کولو وروسته، د مصر د ولسمشر محمد مرسي او د اخوان المسلمین په ګډون اکثره سیاستوال په دې تړون کې او د سینا په سیمه کې د مصري ځواکونو د شمیر په اړه د لګول شوي محدویت د بدلولو غوښتنه کوي.

مصري مشران وایی، چې په سیمه کې نا قانوني مخ په زیاتیدو ده او د مصري ځواکونو د حد ټاکل دده هیواد په خپلواکۍ یو نا منونکې تیرې دې.

د روانې سپټمبر میاشتې په یوویشتمه نیټه د پولې په اوږدو کې درې وسله وال او یو اسراییلې عسکر په یوه پیښه کې ووژل شول.