د مصر ولسمشر له امریکا غوښتي، چې له عربي نړۍ سره په خپل چلند کې بدلون راولي، څو وکړای شي، چې خپلې اړیکې ښې کړي او له مصر سره خپل ایتلاف ورغوي.
محمد مرسي، چې، د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبله کې د ګډون لپاره نن نیویارک ته روانیږي، له نیویارک ټایمز سره یی په یوه مرکه کې خبرې کولې وویل، چې امریکا د ټکس ورکوونکو په پیسو ځان ته د سیمې د خلکو کرکه رانیولې ده.
نیویارک ټآیمز لیکي، چې مرسي په خپلو دې خبرو سره په سیمه کې له مستبدو حکومتونو او له اسراییلو څخه د امریکا غیر مشروطه ملاتړ ته اشاره وکړه.
د مصر ولسمشر په منځني ختیځ کې د عرب پسرلي له ولسي انقلابونو څخه د ملاتړ لپاره د بارک اوباما ستاینه وکړه، خو د فلسطین په حالت یی اندیښنه څرګنده کړه.