د بیلاروس ولسمشر الکسندر لوکا شینکا د یکشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل، چې د پارلماني انتخاباتو وروسته له لویدیځ سره غښتلو اړیکو ته هیله مند دې.
لوکا شینکا دا څرګندونې په مینسک کې د خپلې رایي له ورکولو وروسته وکړې او د انتخاباتو نړېوالو څارونکو ته یی وویل، دوی باید زده کړي، چې انتخابات داسې ترسره کیږي، لکه څرنګه، چې په بیلاروس کې تنظیم شوي وو، یعنې ازاد او صادقانه.
د بیلاروس دوو مخالفو سیاسي ګوندونو دغه انتخابات بایکاټ کړي او د سیاسي بندیانو د خوشې کولو غوښتنه یی کړې.
د انتخاباتو د کمیسیون مشرې یرموشینا وویل، تمه لري، چې تر اوو شپیتو فیصدو رایی ورکوونکي به خپلې رايی وکاروي.
شاوخوا شپږویشت سلنه خلکو لا د مخه تیره اونۍ خپلې رای صندوقونو ته اچولې دي.