خلک: په تلویزونونو کې باید د تاوتریخوالې صحنې خپرې نه شي

د کابل ښار یو شمېر اوسیدونکي وایي، چې باید په تلویزیونونو کې د تاوتریخوالي هغه داسې صحنې خپرې نشي چې د خلکو په ذهن ناوړه اغیز کوي.

خلک وايي، په دې وروستیو کې په تلویزیونونو د تاوتریخوالي، چاودنو او جګړو فلمونه او سریالانه زیات شوي دي.

په عین حال کې د افغانستان ځینې ادارې په تلویزیونونو د ځان وژونکو حملو ځینې صحنې د وسلوالو مخالفینو پر ضد د تبلیغاتو لپاره هم د اعلان په توګه خپروي.

خو بل خوا بیا د فلمونو او سریالونو یو شمېر لوبغاړي وایي، چې دا زموږ د ټولنې واقیعتونه دي او باید، چې خپاره شي.

په دې اړه د جمیلې ظریف راپور اورو:

Your browser doesn’t support HTML5

د جمیلې راپور