په چيچنيا جمهوريت کې په جګړه کې څلور پوليس افسران ووژل شول

د روسيې د شمالي قفقاز په چيچنيا جمهوريت کې په جګړه کې څلور پوليس افسران او څلور مشکوک سخت دريځي وسلوال ووژل شول.

د چيچنيا امنيتي چارواکو پرون وويل، دغه مرګ ژوبله په هغو شخړو کې واوښته، چې د پوليسو او ياغيانو ترمنځ په تېرو دوو ورځو کې په جنوبي سيمه ويدينو کې شوې دي.

د چيچنيا ځواکمن مشر رمضان قديروف د وژل شويو کسانو شمېر تاييد کړ، خو په دې جګړه کې يې د لسګونو پوليس افسرانو د ټپي کېدلو مسئله رد کړه.