په مسکو کې د یوې ترافیکې پیښې له امله ۷تنه ووژل شول

په مسکو کې اووه کسان هغه وخت ووژل شول او ګڼ نور ژوبل شول چې د راپورونو له مخې يوه نشه موټر چلوونکي پرون د بس په يوه تم ځاى کې موټر ټکر کړ.

د رسنيو راپورونه وايي، د پېښې زيات ګڼ قربانيان ځوانان دي.

چارواکي وايي، موټرچلوونکي موټر ډېر تېز چلاوه، د موټر کنټرول يې له لاسه ووت او موټر يې له تمځاى سره ټکر شو.

د مسکو د پوليسو يوې وياندې وويل داسې ښکاري چې ډرېور نشه و.