غلام احمد بلور په امريکا کې د اسلام ضد فلم د جوړوونکي د وژنې په بدل جايزه اعلان کړه

د پاکستان د حکومت يوه وزير په امريکا کې د اسلام ضد فلم د جوړوونکي د وژنې په بدل کې د يولک امريکايي ډالرو په ارزښت جايزه اعلان کړه.

د رېلګاډي مرکزي وزير غلام احمد بلور پرون په پېښور کې خبريالانو ته وويل دى تيار دى چې دغه اندازه پيسې له خپله جيبه ورکړي.

ده طالبانو او القاعدې ډلې غړو ته هم بلنه ورکړه، چې د ده په خبره په دې ”غوره عمل“ کې برخه واخلي.

په شخصي ډول په امريکا کې جوړ شوي يوه فلم، چې ويل کېږي د اسلام ستر پيغمبر ته په کې سپکاوى شوى، په وروستيو ورځو کې په ګڼو اسلامي هېوادونو کې له تاوتريخوالي ډک اعتراضونه وپارول.