په کندهار کې د وروستۍ ټرافيکي پېښې د قربانيانو خپلوانو د کندهار له چارواکو وغوښتل، چې د احمدشاه ابدالي په نامه ټرانسپورټي شرکت وتړي.
تېره اوونۍ د کندهار- کابل پر لويه لار د احمدشاه ابدالي د يوه مسافر وړونکي بس موټر او يوه ټېلر په ټکر کې ٥٣ تنه مسافر مړه شول، چې ډېرى يې ښځې او ماشومان وو.
په وژل شويو کې پنځه تنه د کندهار خبريالان وو.
د کندهار د مطبوعاتي دفتر په اعلاميه کې راغلي، د پېښې د قربانيانو خپلوانو پرون د کندهار له والي سره په کتنه کې د دې شرکت د بندېدو غوښتنه وکړه.
دوى وويل، که چېرې يې په ولايت کې څوک غوښتنه ونه مني، دوى به ولسمشر او ملي شورا ته مراجعه وکړي.
تر دې مخکې د جنوبي ولايت خبريالانو او نورو ادارو هم د دې شرکت د بندېدو او د مسوولينو د محاکمې غوښتنه کړې وه.
د شرکت مسوولين وايي، په وروستۍ پېښه کې ملامتي د دوى نه ده.