په اروزګان ولایت کې د ماین یوې چاودنې دوه ملکي کسان وژلي

د اروزګان چارواکي وايي، چې په دې ولایت کې د ماین یوې چاودنې دوه ملکي کسان وژلي او درې نور یې ژوبل کړي.

د اروزګان د دهراود ولسوال امین الله خالقي ازادۍ راډیو ته وویل، چې د دغو کسانو پر موټر تیره شپه په همدې ولسوالۍ کې د سړک د غاړې ماین وچاودید.

خو وسله والو طالبانو، چې د دې چاودنې مسئولیت یې منلی، ادعا کوي، چې دا کسان د افغان حکومت او بهرنیو ځواکونو جاسوسان وه، خو چاراکو دا خبره رد کړې ده.

د راپورونو له مخې پر لارو او سړکونو د ماینونو ښخولو د ولسي خلکو ژوند ډیر له خطر سره مخ کړی.