د لیبیا په ختیځ ښار بنغازې کې د بنسټ پالو ملیشو د اډو پر ضد اعتراضونو کې لږ تر لږه درې کسان وژل شوي دي.
نن سهار اعتراض کوونکو، چې یو شمېر یي په وسلو سمبال وو، د بنغازې ښار له مرکز څخه شاوخوا ۱۵ کیلومیتره لري د شاتې لیوا د ملیشو په مرکزونو کې یي له هغوي سره نښته وکړه. په دي شخړو کې شل کسان ټپیان شوي دي.
راپورونه وایي، دواړو خواو یو په بل باندې د توغندیو او سپکو وسلو ډزې وکړې ، د شاتې لیوا وسله وال په شا وتنبیدل او مرکزونه یي لوټ شول.
ویل کیږي، چې دا لیوا د لیبیا د دفاع وزارت تر امر لاندې فعالیت کوي.
اعتراض کوونو دغه راز د اسلامې ډلې انصارالاشریعه په مرکزونو هم حملې وکړې.
په دې ډلې شک دی، چې د سپتمبر په ۱۱ مه په بنغازې کې د امریکا په قونسلګرۍ باندې حملې کې یي لاس درلود .
په دی حملې کې لیبیا ته د امریکاسفېر کریس سټیفنسنز او درې نور امریکایان وژل شوي وو.
راپورونه وایي، د انصارالاشریعه ډلې وسله والو د اعتراض کوونکو د خورولو په مقصد هوایي ډزې وکړې خو د خلکو د هجوم له امله یي خپل مرکزونه پریښودل.
د لیبیا چارواکو د شخړو پر ضد خبرداری ورکړی او له اعتراض کوونکو څخه یي غوښتې چې د غیر قانونې او د دولت تر واک لاندې ملیشو تر منځ دي توپیر وکړي.
په بنغازې ښار کې شاوخوا دیرشو زرو کسانو د ملیشو پر ضد اعتراضونه بیل کړل او ورپسې د وسله والو په مرکزونو حملې پیل شوې.