د سولې راوستلو پر لارو چارو باندې د لسګونو هېوادونو د استازو ګډون غونډه پیل شوه

نن په کابل کې د افغانستان د سولې راوستلو پر لارو چارو باندې د لسګونو هېوادونو د استازو ګډون غونډه پیل شوه.

د افغانستان د سولې د عالي شورا مسئولین وايي، په دې غونډه کې د نژدې 30 هېوادو څخه کسانو ګډون کړی دی.

د سولې د عالي شورا د نړېوالو اړیکو سلاکار محمد اسماعیل قاسمیار ازادۍ راډیو ته وویل، چې دغه لسګونه استازي به له افغانستان سره خپلې تجربې شریکي کړي.

د کابل دا غونډه به سبا هم دوام وکړي او د افغانستان د سولې د عالي شورا چارواکو دې غونډې ته د یو شمېر اسلامي هېوادو دیني عالمان هم راغوښتي.