امريکايي چارواکي وايي، د بهرنيو چارو وزيره هليري کلېنټن به کانګرس ته ووايي، چې غواړي د ايران تبعيدي ډله ”مجاهدين خلق“ د امريکا د بهرنيو تروريستي سازمانونو له ليست څخه وباسي.
سي، اين، اين ټلويزيون د درېيو امريکايي چارواکو په حواله چې نومونه يې نه دي اخيستل شوي، راپور ورکړى چې ويلي يې دي، ټاکل شوې وه مېرمن کلېنټن پرون وختي دا مسئله له کانګريس سره شريکه کړي.
يوې محکمې مېرمن کلېنټن ته د اکتوبر مياشتې تر لومړۍ پورې وخت ورکړى چې په دې باب پرېکړه وکړي.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ازادۍ راډيو ته تاييد کړه چې مېرمن کلېنټن د دې ډلې د سرنوشت په اړه کانګرس ته يو پيغام لېږلى، خو سرچينې يې متحويات څرګند نه کړل.
د مجاهدين خلق ډله په ايران کې د اخوندي رژيم مخالفه ده. دغه ډله له ١٩٩٧م کال راهيسې د امريکا په تور ليست کې شامله ده.