په پاکستان کې زنداني ماشومان

Your browser doesn’t support HTML5

د پاکستان په زندانونو کې ښځې او واړه ماشومان د بیلابېلو جرمونو په هدف بندیان دي. په ښکاره هغوي ته دا اجازه ورکړل شوی، چې په زندان کې د خپلو ماشومانو پالنه او ساتنه وکړي. په دې ډول واړه ماشومان غیر له دې چې کوم جرم يی کړی وي، یوځای له خپلو زنداني میندو سره د کړکیو د میلو تر شا د زندان شپې سبا کوي او کله هم د زندان وخت يې په کلونو اوږده هم شي. د کارپوهانو په نظر، زندان د ماشومانو په رواني حالت اغیز کوي. د امریکا غږ یوه خبریال په پاکستان کې له یوه زندانه لیدنه کړې او دغه تصویري راپور يي پرې برابر کړی دی.