د ملګرو امنیت شوری کې د لویدیځو هېوادونو غړیو ایران، سوریې ته په وسلو استولو تورن کړ.
د پنجشبې په ورځ د امنیت شوری په غونډې کې امریکا، انګلستان، فرانسې او جرمنې د بشارالاسد رژیم ته د تهران د وسلو په استولو ژوره اندیښنه څرګنده کړه او دا کار یي سوریې ته د ملګرو ملتونو د وسلو استولو له بندیز څخه سرغړونه وبلله.
په ملګرو ملتو کې د امریکا د متحده ایالاتو سفېرې سوزان رایس وویل:
“د اسد خونړي رژیم ته د تهران د وسلو استول د خاصې اندیښنې وړ دي.
لکه څنګه، چې د کارپوهانو ډلې د خبرو په پای کې وویل، سوریه د ایران د وژونکو وسلو د استولو په مرکز بدله شوې.
د سېمې هېوادونه باید په ګډه کار وکړې او سوریې ته د ایران د وسلو د بندولو، لټولو او نیولو هلې ځلې دوه برابره زیاتې کړي.”
د لویدځو هیوادونو سفیرانو دغه راز ایران تورن کړ چې د ملګرو ملتونو د هغې غوښتنې خیال یي ندی ساتلی چې وایي، ددي هیواد د مهمو اټومې تاسیاتو دروازې باید د پلټونکو پر مخ پرانیزې.