د ارزګان په دهراود کې د ملکیانو یو موټر د سړک د غاړې په یوه ماین برابر شوی

پرون مازیګر د ارزګان ولایت د دهراود په ولسوالۍ کې د ملکي وګړو یو سراچه ډوله موټر د سړک د غاړې په یو ماین برابر شوی دی، چې په چاودنه کې یې د موټر ټولې سپرلۍ وژل شوي دي.

د ارزګان د امنیې قومندانۍ ویاند فرید ایل دا د وطن د دښمنانو کار وباله او ویې ویل، چې پولیسو په همدې ولایت کې تازه پنځلس ماینونه تر چاودنو د مخ کشف کړي دي.

ویل کیږي، چې د سړک د غاړي ماینونه د حکومت مخالف وسلوال د خپل جګړیزو فعالیتونو د یوې برخې په توګه کاروي، خو ډير کله یې قربانیان ملکي وګړي وي.