په کابل کې یو ځل بیا د امریکایی فلم پر ضد مظاهره

Your browser doesn’t support HTML5

مظاهره کوونکو خپله مظاهره په لنډ لاریون او د امریکا او اسراییل پر ضد د تندو شعارونو په ورکولو سره پیل کړه. مظاهره کوونکي، چې شمېر یې کابو یونیم زر تنو ته رسیده د دوو ساعتونو لپاره په کوټه سنګي څلور لارې کې راټول شول، په مظاهرې کې د پوهنتونونو استادانو او محصلینو، د ښوونځيو زده کوونکو، سپین ږیرو او له بېلابېلو ولایتونو څخه راغلیو خلکو ګډون درلود. مظاهره کوونکو د امریکا ضد شعارونه هم لیږدول او غوښتنه یې وکړه، چې باید د هغه امریکایی فلم جوړونکي او لوبغاړي مجازات شي، چې په کې د اسلام پیغمبر ته سپکاوی شوی. مظاهره کوونکو د دې ترڅنګ د هغو کسانو محاکمه کول هم وغوښتل، چې تازه یې په یوې فرانسوۍ مجلې کې د حضرت محمد ص کاریکاتور انځور کړی دی. د جمعیت اصلاح افغانستان رییس ډاکټرعبدالصبور فخري له اسلامي هېوادونو وغوښتل، چې له ډپلوماتیکولارو د دې ډول مذهبي سپکاویو مخه ونیسي او افغان حکومت دې هم له امریکا سره ستراتیژیک سند وځنډوي: