تر شپیتو د ډیرو هېوادو دیپلوماتان د هالند هاګ ښار ته نژدې راغونډ شوې دی او د سوریې پر رژيم د اقتصادي بندیزونو مساله څیړي.
د هالنډ د بهرنیو چارو وزیر ایروزنتال خبریالانو ته د سوریې د ملګرو خلکو د غونډې په پیل کې نن وویل، اقتصادي بندیزونه باید یوازې د سوریې د رژیم پوځي واک کمزوری نه کړي، بلکه له واکه د بشارالاسد په لرې کولو کې مرسته وکړي.
د سوریې د ملګرو خلکو غونډه وروسته تر دې جوړه شوه، چې د ملګرو متلو امنیت شورا ونه توانیده، چې هغه پریکړه لیک سره ومني، چې د ولسمشر بشارالاسد رژیم په کې غندل شوی وو.