د لیبیا په بنغازي کې د امریکا پر قونسلګرۍ برید یو ترورستي برید و

په امریکا کې د ترورزم ضد ادارې یو جګپوړی مسوول وایي، د سپتمبر په یوولسمه د لیبیا په بنغازي کې د امریکا پر کونسلګرۍ برید یو ترورستي برید و، خو ډیر داسې ښکارې چې دا برید وار له مخه نه و پلان شوی.

د امریکا د ترروزم ضد مرکز مسوول ماتیو اوولسن د چهارشنبې په ورځ د کانګرس غړیو ته وویل، د څو ساعته شخړو په ترڅ کې له فرصته ګټه اخیستل شوې ده او دا برید شوی دی.

اوولسن زیاته کړه، چې داسې نښې شته چې یو شمېر بریدکوونکي له القاعده سره اړیکي لري.

لیبیایي چارواکو مخکې ویلي و، چې دوی په دې باور دي چې بریدکوونکو له هغې مظاهرې ګټه اخیستې ده، چې د اسلام پر ضد خپور شوی فلم یې غانده.

په بن غازي کې د امریکا پر قونسلګرۍ د برید پر مهال د امریکا د لیبیا سفیر کریس سټیفن او درې نور امریکایي دیپلوماتان وژل شوي وو.