قرغزستان: د روسیې له ستر ملت سره همکاري زموږ د خلکو لپاره مهمه ده

د قرغزستان ولسمشر الماسبیک اتمباییف وایي، د روسیې له ستر ملت سره همکاري د ده د خلکو لپاره مهمه ده. اتمابییف د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره نن د بیشکک بهر ولیدل او تر دې لیدنې کتنې وروسته یې ګډې خبرې غونډې ته خبرې وکړې.

د روسیې ولسمشر خبریالانو ته وویل، په قرغزستان او ګاونډي تاجکستان کې د روسیې پوځي حضور د سیمې د ثبات لپاره مهم دی.

ولادیمیر پوتین همدا راز وویل، چې قزاقستان او ازبکستان ته هم پکار دي، چې په تاجکستان کې د روسیې له لوري د اوبو له لارې د انرژۍ د ترلاسه کولو په پروژو کې برخه واخلي.

د خبرو پر مهال دواړ ولسمشرانو په قرغزستان کې د روسیې د پوځي اډې پر وخت هم خبرې وکړې.