م.م د هغه ډلو د سپکولو ملاتړ وکړ، چې په جګړو کې له ماشومانو کار اخلي

د ملګروملتونو امنیت شورا د هغو حکومتونو او وسله والو ډلو د نومولو او سپکولو ملاتړ وکړ، چې په جګړو کې له ماشومانو کار اخلي، هغوی وژني یا پرې جنسی تیری کوي.

د امنیت شورا یولسو غړیو هغه پریکړه لیک ته مثبته رایه ورکړه، چې هر کال د ملګروملتونو له عمومي منشي غواړي چې هغه هېوادونه او ډلې په نخښه کړي چې کوچینیان قربانوي کوي.

دغه پریکړه لیک له دولتونو غواړي، چې د دا ډول تاوتریخوالي عاملین د عدالت منګولو ته راوکاږي.

چین روسیې، پاکستان او ازربایجان له رایې ورکولو ډډه وکړه او ویې ویل، چې دا مسله د ملګروملتونو د امنیت شورا له چوکاټه بهر ده.

د ماشومانو او جګړو په اړه د ملګروملتونو وروستی راپور وایي، چې په پاکستان کې وسله والې ډلې، چې له سخت دریځو اسلامي ډلو سره اړیکی لري، له ماشومانو په ځان وژونکو حملو کې کار اخلي او هم دا ماشومان د حملو قرباني کیږي.