د امریکا متحد ایالتونو د روسیې دا ادعاوې رد کړې، چې د امریکا د پرمختیایي چارو نړېواله اداره د روسیې په سیاسي هلو ځلو کې مداخله کوي.
د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ویکتوریا نولنډ پرون وویل، د ماسکو دا پریکړه، چې د یو ایس اېډ موسسه له خپل هېواده باسي خواشینکونکې ده:
«دا د خواشینۍ خبره ده، چې د روسیې خلک به تر دې وروسته د روغتیا، چاپیریال ساتنې او نورو برخو کې د امریکا د خلکو له مرستو بې برخې شي.»
واشنګتن د سې شبنې په ورځ اعلان وکړ، چې روسیې پریکړه کړې ده چې یو ایس اېډ موسسه وباسي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت دا موسسه تورنه کړې ده، چې د خپلو مرستو له لارې پر انتخاباتو اغیز شیندي.
یو ایس اېډ موسسې د شوروي اتحاد له تجزیې وروسته په روسیې کې فعالیت پیل کړ او په دغه هېواد کې یې تر دوه اعشاریه شپږ میلیارډه ډیر ډالر د ناروغیو پر مخنیوي، چاپیریال ساتنې، د مدني ټولنې پر غښتلتیا او د اقتصادي چارو په رغاونه لګولې دي.
له دې موسسې ماسکو غوښتې دي، چې د اکتوبر له لومړۍ نیټې وروسته خپل فعالیتونه په روسیه کې بند کړي.