سوچي يي: برما کې تر اوسه سیاسي بدلونونه په څرګند ډول نه دي بشپړ شوي

د برما مخالفې مشرې اونګ سان سوچي یي، امریکا ته د سفر په لړ کې د سې شنبې په ورځ په امریکا غږ کې د بهرنیو چارو د وزارت له خبریال سکاټ سټیمز سره مرکې کې د هغه د دې پوښتنې په ځواب کې چې په برما کې تر اوسه سیاسي او اقتصادي بدلونونه په څرګند ډول نه دي بشپړ شوي، وویل:

“موږ باید، چې عملیې ته دوام ورکړو، موږ باید هغه کارونه وکړو، چې د ډموکراسۍ عملیه جاري وساتي.

اقتصادي بدلونونه باید، چې یو په بل پسې عملې شي. تاسې ګورۍ، یوازې سرعت مهم نه دی، نتیجې او عواقب یی هم مهم دي.

تاسې باید، چې په ځای او سم سرعت ولري. سمې نتیجې هم باید چې تر لاسه کړي. موږ په دې لټه کې یو، چې نور څه باید وشي.

ډېر کارونه مو په مخکې دي”.


سوچې یي د امریکا متحده ایالاتو ته په درې اونېز سفر تللې او پرون یي په واشنګټن کې د هغه هېواد د بهرنیو چارو له وزیر هیلري کلنټن سره هم وکتل.