د ایران د بهرنیو چارو وزیرعلي اکبر صالحي سوریې ته ورسید

د ایران د بهرنیو چارو وزیر علي اکبر صالحي نن سوریې ته ورسید او د دې هېواد د بهرنیو چارو له وزیر ولید المعلم سره به وګوري.

صالحې له قاهرې نه دمشق ته تللی او په مصر کې یي په اصطلاح د سوريي د تماس له ډلې، د مصر، ایران ، سعودي عربستان او ترکیې له استازو سره وکتل.

د قاهرې په غونډې کې سوریې ته د ملګرو ملتونو او عربي اتحاد خاص استازي لحضر ابراهیمي هم ګډون کړی و.

ایران د بشار الاسد د رژیم قوي ملاتړی او متحد دی. تهران سوریي ته مرستې ورکوي او دغه راز د وسله والو مخالفانو د ځپلو په مقصد د اسد حکومت ته پوځي سلاکاران استوي.

نن هم د سوریې په دوهم ستر ښار حلب کې جګړه روانه وه او ویل کیږي، چې یاغیانو له ترکیې سره د ګډې پولې په سرحدي دروازې واک ټینګ کړی دی.