د استاد برهان الدين رباني د وژل کېدو لومړۍ کاليزه ولمانځل شوه

د سولې د عالي شورا د پخواني رييس استاد برهان الدين رباني د وژل کېدو لومړۍ کاليزه ولمانځل شوه.

پخوانى ولسمشر استاد رباني تېر کال د وږي په ٢٩مه په يوه ځانمرګي بريد کې ووژل شو.

د سولې د عالي شورا د پخواني رییس د لمړۍ کلیزې په غونډه کې ولسمشر کرزي په هېواد کې د سولې د راوستو لپاره د استاد رباني د هڅو ستاینه وکړه.

په دې مراسمو کې يو شمېر لوړ پوړو دولتي چارواکو، د سولې د عالي شورا غړو او د دولت اپوزیسیون یا سياسي مخالفينو ګډون درلود.

په دې غونډه کې د سولې د عالي شورا رییس او د استاد رباني زوی صلاح الدین رباني غوښتنه وکړه، چې د استاد رباني د وژل کیدو دوسیه باید په جدي توګه وڅیړل شي او په دې برخه کې خلکو ته په واضح ډول معلومات وړاندې شي.