د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت وایي، شاوخوا پنځوسو اعتراض کوونکو د سې شنبې په ورځ په پیکنګ کې د امریکا د سفېر د سپرلۍ موټر محاصره کړ او سخت زیان یي ور ورساوه.
په دې پیښې کې د امریکا سفېر ګیري لاک ته زیان نه دی اوښتی، خو ډیپلوماټانو د چین د بهرنیو چارو وزارت ته په دې اړه اندیښنه څرګنده کړې ده.
پرون په زرونو چینایانو د جاپان پر ضد مظاهره کړې وه او د امریکا د سفارت ودانۍ ته نږدې شوې وو.
له څو ورځو راهیسې د چین په بېلابېلو برخو کې خلک د جاپان له خوا د هغو ټاپوګانو د پیرلو پر ضد مظاهرې کوي، چې چین یي د ملکیت ادعا لري.
امریکا، چې د جاپان نږدې متحد هېواد دی، د مظاهره کوونکو قهر او غوسه ورته راپاریدلې ده.